په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د دوبۍ پر بازارونو د روان اقتصادي حالت اغېز

ايران بيا د هغو نویو بنديزونو غندنه کړې، چې امريکا پرون د يوه نوي بالېسټيک توغندي توغولو ځواب کې د تهران پر ګټو لګولي دي.

دا تازه بنديزونه يوازې يوه ورځ وروسته له هغه ولګېدل چې د ايران اتومي پروګرام پر سر د شوي تړون له پلي کېدو سره ګڼ نړيوال بنديزونه لرې کړل.

له دې پرمختيا سره له وړاندې په پراخ ډول پر نړيوال اقتصاد اغېز احساس شوی دی.

نن د تېلو بيې د بېلر سر له ۲۸ ډالرو لوېدلې، او داسې وېرې دي چې د ايران تېلو نوي صادرات به نړيوالو بازارونو کې له اندازې زياتو زېرمو حالت نور هم ناوړه کړي.

بي بي سي په ګاوندۍ دوبۍ کې پر بازارونو د دې روان حالت اغېز ته کتنه کړې ده.