په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

"افغان ځوانان يمن ته د جګړې لپاره استول کېږي"

بي بي سي پښتو ته ويل شوي چې يو شمېر افغان زلمي يمن کې د حوثي ځواکونو پر ضد جگړې ته گمارل کېږي. د ايران پلوه حوثي ځواکونو پر ضد د سعودي په مشرۍ اېتلاف جگړه کوي.

دغې جگړې ته تلونکي افغانان د دوى د کورنيو په وينا د عمرې په پلمه سعودي او بيا يمن ته استول کېږي.

افغان حکومت وايي د دا ډول گمارنو خبر یې اورېدلى خو نور پرې څه نه شي ويلى.

سيد عبدالله نظامي له کابله نور جزييات لري.