په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

"افغانستان کې له سولې پرته پښتونخوا کې امن نه شي راتلى"

د خيبر پښتونخوا په ايالت کې د تحريک انصاف(پي ټي ايي) حاکم گوند دا نيوکې رد کړې دي چې گوا کې د ترورستي بريدونو د مخنيوي لپاره حکومت د کافي گامونو پورته کولو کې پاتې راغلى دى. په چارسدې کې په باچاخان پوهنتون له بريد وروسته په دې لړ کې په حکومت نيوکې زياتې شوې دي خودا گوند وايي چې " يوې لسيزې څخه زيات وخت نه ترهگري روانه ده، او امنيتي ځواکونه خپلې هڅې کوي، کله چې دا ډول عمليات ترسره کېږي طبعي ده چې د وسله والو لخوا به غبرگون هم مخې ته راځي". د خيبر پښتونخوا د ايالتي اسمبلۍ غړي اود گوند يو مرکزي مشر، شوکت يوسفزي ، د بي بي سي خبريال عادل شاه زيب سره مرکې کې وويل ترڅو چې د افغانستان کړکيچ او قبايلي سيمو کې امنيتي ستونزې حل نه شي دا ډول بريدونه به روان وي.