په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

اونيز بحث: په ايران د بنديزونو لرې کول به په گاونډيانو څه اغېز ولري؟

نړیوالې ټولنې د اټومي لانجې له کبله پر ایران لګول شوي بندیزونه د تېرې یکشنبې په ورځ لرې کړل. دا بندیزونه وروسته له هغې لرې شول چې د اټومي څار نړیوالې ادارې ومنله، چې ایران د ۲۰۱۵ کال د جولای میاشتې پر هوکړې له خپله اړخه عمل کړی دی.

په اونيز بحث کې سپين تڼي پېښور پوهنتون د سیاسي علومو د پوهنځي پروفیسر ډاکټر زاهد انور، په لندن کې د اقتصادي چارو کارپوه وحید نوشېر او په امریکا کې د سیاسي چارو څېړونکی شېر جان احمدزی د ایران، سیمې او نړۍ لپاره څه پایلې ولري؟