په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د سولې عالي شورا چار سمبالي مشر عبدالحکیم مجاهد سره مرکه

د قطر پلازمېنه دوحه کې د طالبانو، افغان حکومت، افغان ولسي جرګې او مدني ټولنو فعالانو د استازو يوه دوه ورځنۍ غونډه پيل شوې چې په افغانستان کې به د جګړې پای ته رسولو پر لارو چارو په کې بحث او سلا مشورې کوي.

د افغان حکومت او د سولې عالي شورا استازي په رسمي بڼه دې ناستې کې برخه نه لري دا غونډه د افغانستان د سولې د بهیر لپاره څومره ګټوره ده؟

دا پوښتنه زموږ همکار سید عبدالله نظامي د سولې د عالي شورا له چارسمبالي عبدالحکیم مجاهد نه د مرکې په پیل کې کړې ده.