په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

"ننگرهار کې د دولتي ځمکو ٤٠ غاصبين نيول شوي"

د افغانستان په ختیځ کې چارواکي وايي "لسگونه کسان يې د ځمکې د غصب په تور نيولي دي او دا لړۍ روانه ده".

د ننګرهار والي وايي د دوى د شمېرو تر مخه غاصبينو شاوخوا ١٠ زره جریبه دولتي ځمکه نیولې او یا پر خلکو پلورلې ده.

والي سلیم خان کندزى وايي تر اوسه یې نژدې ٢ زره جریبه ځمکه بېرته د حکومت تر ولکې لاندې راوستې ده.

ده ادعا وکړه چې حکومت د ځمکو د غاصبینو په نیولو کې جدي دى "هغه که دولتي چارواکی او یا هم بل څوک وي". خو په تېر کې دا ډول ژمنې د ډېرو په اند نه دي عملي شوي.

زمونږ همکار خوشحال تايب سره مرکې کې د ننگرهار والي وويل چې د ولايت په بېلابېلو برخو کې د ځمکې د غصب پر ضد د دوى کمپاين روان دى، خو د نيول شوو"غاصبينو" په اړه له معلوماتو ورکولو يې ډډه وکړه.