په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

" د سولې لپاره قطر کې شوې غونډه ډېره گټوره وه"

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان د کړکېچ د پایته رسولو پر لارو چارو دوه ورځنۍ غونډې کې خبرې ترسره شوې.

د پګواش په نامه نړیوال څېړنیز مرکز له خوا په جوړې شوې دغې غونډې کې د طالبانو استازو وویل د سولې له خبرو مخکې دې دوی ته یو آدرس وموندل شي، د ملګرو ملتو له تورلېسته دې وایستل شي، بندیان دې خوشې شي او د سولې ضد تبلیغات دې ودرول شي. په دغو خبرو کې د افغان حکومت رسمي استازو ګډون نه درلود. خو دکابینې ځینې پخوانیو وزیرانو، او مدني فعالانو په کې برخه اخېستې وه. د کابل پوهنتون د سیاسي علومو استاد ډاکتر فیض محمد ځلاند هم په دغو خبرو کې شريک و. ښاغلي ځلاند زمونږ هکار اسماعيل سعادت سره مرکې کې د غونډې پايلې گټورې وبللې او وې ويل دا غونډه ښۀ لور ته يو ښۀ پرمختگ دى.