په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

"افغانان درې سوه ميليون ډالره له هېواد بهر پر درملنه لګوي"

په افغانستان کې د روغتيا وزارت وايي هر کال افغانان شاوخوا درې سوه ميليونه ډالره له هېواده بهر په درملنه لگوي.

ډېر افغانان د درملنې لپاره هند او پاکستان ته ځي.

هندي چارواکي وايي په تېرو دريو کلونو کې هر کال له ٣٥ زره ډېرو افغانانو د درملنې لپاره د هند ويزې اخيستې وې.

خو افغانان د درملنې لپاره ولې بهر ځي، پر افغان طبابت باور نشته او که لاملونه یې نور دي.

نجما ځلا په دې ریپوټ کې ورته کتنه کړې ده.