په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

هند غواړي د لمريزې انرژۍ له لارې د برېښنا توليد زيات کړي

هند ښايي نړۍ کې يو له هغو هېوادونو وي په خورا چټکۍ وده کوي، خو شاوخوا دوه نيم سوه مليون وګړي یې لا اوس هم برېښنا نه لري.

دغه هېواد کې د برېښنا اړتياوې په زياتېدو دي، نو اوس په کې له هيلو ډکو داسې پلانونو پرده پورته شوې، چې د لمر په څېر له زرغونو سرچينو لا ډېره انرژي توليد کړي.

هند اوسمهال له لمريزې انرژۍ شاوخوا ۴۲۰۰ مېګاواټه برېښنا توليدوي، او حکومت غواړي يوازې اوو کلونو کې دا کچه سل زرو مېګاواټو ته ته لوړه کړي.