په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ستاسې غږ: ايا سولې لپاره شرطونه اېښودل گټور گڼئ؟

د افغان سولې په تړاو روانې اونۍ کې د قطر په غونډې کې طالبانو د سولې د خبرو د پیلولو لپاره یو لړ شرطونه وړاندې کړي. د طالبانو لپاره د قطر دفتر په رسمیت پېژندل، د طالب بندیانو خوشې کول، د دوی د مشرانو پر سر د ایښودل شویو جایزو لرې کول او له تور لېسته د هغوی ویستل یې مهمې غوښتنې دي. زمونږ همکار سپين تڼي ستاسې غږ خپرونې کې اورېدونکو سره د قطر په خبرو او د سولې لپاره په شرطونو غږېدلى دى.