په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د سيګار ادارې د راپور په اړه له علي احمد جلالي سره مرکه

د افغانستان د بیا رغونې د څار امریکايي اداره، سیګار، وايي طالبان اوس مهال د افغانستان پر کابو دېرش سلنه خاورې کنټرول یا اغېز لري.

دا څرګندونې د دې ادارې مشر جان سوپکو د امریکا کانګرېس ته په یوه راپور کې کړې دي.

په دې اړه زموږ همکار متين سمسور د افغانستان د کورنيو چارو له يوه پخواني وزير علي احمد جلالي سره مرکه کړې، چې لومړی د سيګار پر دې راپور خپل نظر څرګندوي.