په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

عراق: د اوبو بند له امله نیم ميليون وګړي له خطر سره مخ دي

عراق کې تر نيم ميليون پورې خلکو ته خبرداری ورکړل شوی چې ژوند او د استوګنې مېنې يې له خطر سره مخامخ دي، ځکه چې د دغه هېواد د اوبو تر ټولو لوی بند د سږني کال واورو ويلي کېدو او بيا د پسرلي له اټکل شويو څپو سره د اوبو لوړېدونکې کچې کابو کولو توان نه لري.

د اوبو دا بند په ۱۹۸۴ کال کې پرانيستل شوی و، او له هماغه راهيسې د اندېښنې وړ ناوړه حالت کې دی. انجينيران وايي دغه بند، د ناورين مخنيوي لپاره د رغونۍ بيړني کار ته اړتيا لري. بي بي سي ته ځانګړې اجازه ورکړل شوې وه، چې د دې بند کتلو ته ورشي.