په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ستاسې غږ: بهرته د کم عمره افغانانو د تګ لاملونه څه دي؟

د کډوالۍ نړیواله ټولنه وايي، له ۲۰۱۵ کال راهیسې نزدې ١٥٠٠ تنکي افغان ځوانان له ایرانه په زور بېرته خپل هېواد ته اړول شوي دي. بل خوا اروپا ته د راتلونکو زرګونو کسانو په ډله کې هم ډېر داسې افغان کډوال دي چې عمرونه یې تر ١٨کالو کم ښودل شوي.

ستاسې غږ دې پروګرام کې پر دې غږېدلي یو چې ایران او نورو هېوادونو ته د کم عمره افغانانو د تګ لاملونه څه دي؟ ولې کورنۍ خپلو ماشومانو ته اجازه ورکوي، چې له سختو لارو له هېواده بهر ولاړ شي او هلته له یوه نامالوم برخلیک سره مخامخ شي. سپين تڼی ددې پروگرام کوربه دى.