په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

" د اسلاميه کالج د پښتو څانگې ته پاملرنه نه کېږي"

په خيبر پښتونخوا کې د اسلاميه کالج پوهنتون د پښتو ډېپارټمنټ (پوهنځي) کې د لسانس برخې له تړل کېدو وروسته دا اندېښنه راپيدا شوې ده چې چارواکي پلان لري په بشپړه توگه دا پوهنځى وتړي.

ددې پوهنځي يوه استاد بي بي سي ته وويل چې د لسانس برخه له دې امله تړل شوې وه چې د چارواکو په وينا هلته کمو کسانو زده کړې لپاره مراجعه کړې وه.

پروفيسر اباسين يوسفزى ادعا کوي چې " چارواکي د پښتو څانگى ته هېڅ پاملرنه نه کوي ان په وخت سره استادانو ته تنخواگانې هم نه ورکوي".

زمونږ همکار محمد زاهد سره مرکې کې ښاغلي اباسين ويره وښودله که دا څانگه وتړل شي دا به په سيمه کې پښتو ژبې او ادب لپاره لوى تاوان وايي.