په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

فکر لارې: اروپا کې کډوالي او د راتګ سختې لارې

د فکر لارې په دې خپرونه کې مو له داسې افغانو کډوالو سره خبرې کړي چې له ډېرې سختۍ او کړاوه وروسته برېتانیا ته رارسېدلي.

پر دې سربېره د کډوالو پر کړکېچ غږېدلي یو او دې ته مو هم کتنه کړې چې ولې افغانان د لارو پر ستونزو سربېره هم کډوالۍ ته زړه ښه کوي.

د خپرونې مېلمانو مو:

ګل ولي پسرلی: لندن مېشتی مدني فعال او لیکوال

شکر الله لودین: اروپايي پارلمان کې د برېتانیا د ځوانانو استازی

سپوږمۍ جبارخېل: سوېډن کې ټولنیزه فعاله

د خپرونې وړاندې کوونکې: نجیبه لېمه