په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د اجمل خټک په اړه د پيلوځي ځانګړی پروګرام

اجمل خټک د پښتو شعري آسمان يو ځلانده ستورى او د پښتون ملت پاله سياسي ډگر يو مهم لوبغاړى و.

نوموړى د ٢٠١٠ د فبرورۍ پر اوومه په پنځه اتيا کلنۍ کې له دې نړۍ وکوچېدى او پېښور ته نږدې په خپل پلرني ټاټوبي، اکوړه خټک کې خاورو ته وسپارل شو.

د اجمل خټک د شاعرۍ او نورو ادبي هلو ځلو په اړه د پیلوځي ځانګړی ادبي پروګرا م.

دا پروګرام په ۲۰۱۰ کال کې هغه مهال خپور شوی و چې کله اجمل خټک له دې نړۍ څخه وکوچېدی.

په دې پيلوځي کې له اجمل خټک سره د هغه د ادبي او سياسي ژوند په اړه د مرکې تر څنګ د پښتو ژبې د دوو نامتو شاعرانو عبدالباري جهاني او درويش دراني سره اجمل خټک د شاعرۍ په اړ يو بحث هم شته.