په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ادبي غلا: ځینې افغان محصلین د فراغت سند لپاره پردي مونوګرافونه په پیسو اخلي

بي بي سي پښتو موندلې د افغانستان په دولتي پوهنتونونو کې ډېر شمېر محصلین د ادارې په مرسته پخواني مونوګرافونه په بیه اخلي او کاروي.

افغانستان کې هر کال له دولتي پوهنتونونو شاوخوا ۲۰ زره کسان فارغېږي. د لوړو زده کړو وزارت هم مني چې ستونزه شته، وايي پر حل یې لګیا دي.

زموږ همکارې اریا احمدزۍ هغه کسان غږولي چې د فراغت سند موندلو لپاره یې مونوګراف په زحمت نه - په پیسو اخیستی.