په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د پښتونخوا صنعت: تړل شوې کارخانې

تېره لسيزه کې د پښتونخوا شاوخوا ٧٠٠ کارخانې تړل شوې دي. زرگونو کسانو په کې کار کاوه.

د فابريکو څښتنان وايي د ګاز او برېښنا کمښت، بريدونو او د ترهگرو پر ضد د امنيتي ځواکونو عملياتو یې پر کاروبار لوى اغېز درلودلی دى.

اسلام اباد وايي له چين سره د نوې لارې په جوړولو کې به صنعتي پارکونه او د کار موقع برابرې شي.

زموږ همکار رحمن الله پرې راپور چمتو کړی دی.