په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

طالبان د داعش پر ضد جګړه کې له خلکو "پيسې او سړي" غواړي

د ننګرهار ولایت د حصارک ولسوالۍ وګړي وايي، چې "وسله والو طالبانو ويلي چې د داعش پر ضد جگړې لپاره دې يا پيسې او يا هم د جنگ وړ ځوانان ورکړي".

که څه هم داعش لا حصارک کې پل نه دی ايښی، خو قومي مشران وايي طالبان يې د مخنيوي په پلمه له خلکو پیسې غونډوي.

زموږ همکار سید انور د حصارک له خلکو سره خبرې کړي او دا راپور یې پرې رالېږلی دی.