په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د کندوز نوي والي سره ځانګړې مرکه

د افغانستان د جگړه ځپلي ولايت کندز نوى والي وايي له طالبانو سره د جنگ مينه وال نه دى او هڅه کوي هغوى د حکومت اصلاحي پروگرامونه ومني.

د بي بي سي پښتو سره په ځانگړو خبرو کې والي اسد الله عمرخېل پر هغو ملېشو هم وغږېد چې ډېر ځايي خلک ترې سر ټکوي.

سيد عبدالله نظامي لومړى ترې پوښتلي چې له دغو ملېشو سره به څه کوي؟