په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

"د افغانستان ۹۵ سلنه درمل له بهرنيو هېوادونو وارېدېږي"

هر کال افغانان نژدې د نيم ميلياردو ډالرو په ارزښت درمل اخلي. خو د دغو درملو ٩٥ سلنه له بهرنيو هېوادونو واردېږي.

افغانستان د خپلې اړتیا یوازې پنځه سلنه درمل په کور دننه تولیدوي. توليدونکي یي شکايت لري چې له بهره د واردېدونکو دواگانو کيفيت ته کتنه تر پخوا کمه شوې ده.

په هرات کی د ډاکټرانو ټولنې د کورنیو او بهرنیو دارو درمل پر کیفیت او څرنګوالی د جدی نظارت غوښتنه کړی ده.

زموږ همکار محمد قاضي زاده یې په اړه راپور چمتو کړی.