په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د زيکا ضد نوې هڅه: داسې کبان چې میاشي خوري

د روغتيا نړيوال سازمان وړاندوينه کړې چې ښایي سږ کال د زیکا د پېښو شمېر ۴ ميلیونو ته ورسېږي.

د جنوبي امريکا ال سلوادور کې بيا ځينو سيمو کې خلکو دې ستونزې ته د حل خپلې لارې پېدا کړي، چې دې راپور کې به يې وګورو.

د امريکا ولسمشر باراک اوباما له خپل کانګرېسه غوښتي چې د زيکا ويروس د خپرېدو ستونزې پر وړاندې د مبارزې لپاره ۸،۱ ميليارډه ډالره بيړنۍ پانګه برابره کړي.