په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پاکستان په لومړي ځل په خپله خاوره د داعش شتون ومنلو

د پاکستان ملکي استخباراتي ادارې منلې ده چې په پاکستان کې د اسلامي دولت په نوم ډله فعاليت لري. ددې ادارې مشر نن د مشرانو جرگې يوې کمېټې ته د وينا پر مهال وويل" چې د اغېزمنو گامونو اخيستو سره تر ډيره ددې ډلې مخنيوى شوى دى".

ددې نه وړاندې حکومت په رسمي توگه په پاکستان کې د اسلامي دولت شتون خبره په بشپړ ډول ردوله. په اسلام اباد کې د بي بي سي خبريال هارون رشيد وايي چې داسې شک کېږې چې له وړاندې نه پاکستان څخه يو شمېر کسان سوريې ته هم ورغلي دي. هارون رشيد دا خبره زمونږ همکار محمد زاهد سره مرکې کړې ده.