په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د سوريې جګړه او د سولې خبرې

په سوريه کې د وسله والو مخالفانو ډلو بي بي سي ته ويلي، جګړه به ځکه نه دروي، چې باور نه کوي روسيه به د دمشق حکومت په ملاتړ له بمباريو لاس واخلي.

پر همدې مهال د سوريې ولسمشر بشار الاسد په يوه کم سارې مرکه کې د دې ټټر وهلی چې ټول هېواد به بېرته نیسي.

نو پوښتنه اوس دا ده چې د سولې لپاره اوسه کومه هيله پاتې ده.