په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

سوريه کې هوايي بريدونه

د سوريې په شمال کې دوو روغتونونو باندې هوايي بمبارۍ شوې دي چې څو کسان یې وژلي او ژوبل کړې دي.

تېره اوونۍ سوریه کې د یوه اوربند اعلان وشو. سعودي هم تایید کړه چې که دلته د امریکا په مشرۍ ځمکني عملیات پیل شول نو دوی به هم خپل سرتېري ور لېږي.

دا یې هم وويل چې ترکیه کې یوې اډې ته جنګي جېټ لېږي چې "اسلامي دولت" نومې ډلې پر وړاندې جګړه کې اوږه ورکړي. د ترکیې د دفاع وزیر تایید کړي چې د سعودي څلور اېف ۱۶ جېټ ورسېدلې دي.