په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د درويش دراني ځانګړې مرکه: "پښتو ژبه بېړنۍ ژغورنې ته اړتيا لري"

د پښتو ژبې نامتو شاعر او ليکوال، درويش درانی، وايي پښتانه بايد دا پرېکړه وکړي چې موږ پښتانه پاته کېدل غواړو که نه؟

د فبرورۍ يوويشتمه د مورنۍ ژبې نړيواله ورځ ده.

د ملګرو ملتونو کلتوري ټولنه، يونيسکو (UNESCO)، هر کال دغه ورځ په دې لمانځي چې حکومتونه دې ته وهڅوي چې ماشومانو ته لږ ترلږه لومړنۍ زده کړې په مورنۍ ژبه کې برابرې کړي.

زموږ همکار داود اعظمي په کوټه کې مېشت درويش دراني سره په مورنۍ ژبه کې د زده کړې د اهميت او د پښتو ژبې د حالت او راتلونکي په اړه مرکه کړې ده.

درويش درانی وايي چې د پښتو ژبې راتلونکې، په ځانګړې توګه په پاکستان کې ډېره د اندېښنې وړ ده.

د نوموړي په وينا چې ترڅو پښتو ژبه تعليمي نظام ته نوې راغلې، د زوال او پر شاتګ مخنيوی يې نشي کېدلای.

دی زياتوي چې په پاکستان کې مېشتو پښتنو د ژبې بدحالي د انګريزانو د واکمنۍ له مهال څخه پيل شوې ده چې غوښتل يې دغه ولس او سيمه له افغانستان څخه په کلتوري توګه هم بېله کړي او له هندوستان سره يې وتړي.

د نوموړي په وينا يوه لويه ستونزه دا ده چې اوس پښتانه خپله د خپلې ژبې په باره کې د کمترۍ په احساس اخته دی.

د ده په وینا لومړی بايد خپله ولس دې ته تيار کړل شي چې د پښتو ژبې زده کړده خپل ضرورت وګڼي.

ښاغلي دراني تر لسو ډېر شعري او نثري اثار ليکلي او د انګريزي ژبې او ادبياتو استاد پاته شوی دی.

نوموړی وايي چې پښتو ژبه بېړنۍ ژغورنې ته اړتيا لري.

درويش درانی وايي چې د دې وخت را رسېدلی چې پښتانه پوهان، مشران او سياسي فعالان بايد اوس دا فيصله وکړي چې ايا موږ پښتانه پاته کېدل غواړو که نه؟