په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د افغانستان په اړه له يوې پولنډۍ عکاسې سره مرکه

افغانستان کې د نژدې څلورو لسيزو جګړو، اقتصادي ستونزو او په راتلونکي بې باوريو رواني ناروغۍ ډېرې کړي دي.

د رواني ناروغيو په تړاو د بي بي سي د ځانگړو رپوټونو په پلمه میرویس میاخیل له هغې پولنډۍ عکاسې سره خبرې کړي چې افغانستان کې یې د رواني ناروغانو عکسونه اخیستي دي. پېل کې مګدا رکیتا افغانستان ته د خپل سفر د تجربي په اړه خبرې کوي.