په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

بارک اوباما غواړي د ګوانتانامو زندان وتړي

افغان حکومت د ولسمشر اوباما د هغو پلانونو هرکلى وکړ چې وايي د گونتانامو زندان به تړي.

د امريکا ولسمشر تېره شپه وويل د دې زندان ساتل له امريکايي ارزښتونو سره په ټکر کې دى.

ښاغلي اوباما د گونتانامو زندان ساتل د امريکا امنيت ته او په نړۍ کې د دغه هېواد دريځ ته ښه ونه باله.

ګوانتانامو زندان په ٢٠٠٢ کال کې پرانيستل شوی او د يو شمېر افغانانو په گډون لا هم ٩١ بندیان په کې دي.