په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ستاسې غږ: افغانستان کې د جعلي تحصيلي سندونو ستونزه څومره جدي ده؟

افغانستان کې د تحصیلي اسنادو جعل او د دغو اسنادو په مټ لوړو چوکيو ته لار موندل هغه ستونزه ده چې په دې وروستیو کې یې نه یوازې دا چې ډېرې اندېښنې راپارولي، بلکې د سمو او اصلي اسنادو پر وړاندې یې هم خلک شکمن کړي دي. اوس، مونوګراف یا د تحصیل پای-لیک هم وراضافه شوی. افغانستان کې ادعا دا ده چې پاکستان او ایران کې پر جوړو شوو جعلي تحصیلي سندونو، ډېر چارواکي په دولتي او نادولتي ادارو کې په کار ګمارل شوي دي.

په ډېرو بهرنیو هېوادونو کې هم تحصیلي ادارې، دولتي او نا دولتې بنسټونه د جعلي اکاډیمیکو اسنادو پېژندلو ته ځانګړی سیستم او څار-لارې لري. داود اعظمي اورېدونکو سره په دې غږېدلى چې دا ستونزه څومره پراخه او جدي ده، او آیا تاسې یې هم اغېزمن کړي یاست که نه؟