په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

"افغانستان کې له يو ميليون زيات وګړي بې ځايه شوي"

افغان چارواکي وايي په شمالي ولايت فارياب کې د وروستيو نا امنيو له امله ٦٠٠ کورنۍ له خپلو مېنو بې ځايه شوې دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په وينا د جګړې، نا امنۍ او نورو ستونزو له امله په هېواد کې دننه د بې ځایه شویو شمېر اوس له یو مېلیونو اوښتی.

افغان حکومت هیله لري چې له هېواده بهر مېشت افغان کډوال بېرته افغانستان ته راستانه شي، خو ډېر نور بیا وايي که افغان حکومت هېواد کې دننه د بې ځایه شویو غم نه شي خوړلی نو ایا له بهره راتلونکو ته به اسانتیاوې برابرې کړای شي.

زموږ همکاره نجما ځلا پرې رپوټ لري.