په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ستاسې غږ: څرنگه د کوکنارو مخنيوى کېدى شي؟

افغانستان کې د کوکنارو د کروندې له منځه وړلو لپاره دافغان حکومت او نړيوالو لخوا ډېر هڅې او لگښتونه شوي دي خو بيا هم د کوکنارو کښت دوام لري.

د شمېرو ترمخه له ۱۹۹۴ تر ۲۰۱۵ کال پورې د کوکنارو کښت په افغانستان کې درې برابره زیات شوی.

چارواکي وايي سږکال د هېواد په دريمه برخه ولسواليو کې چې شمېر يې له ١٣٠ ډېرېږي کوکنارکرل شوي دي . چارواکي د دې لوى لامل ناامنۍ بولي .

سپين تڼى په دې موضوع له اورېدونکو سر ه غږېدلى دى.