په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

اونيز بحث: افغانستان لپاره د چين مرستې څومره گټورې دي؟

چين ژمنه کړې چې افغانستان سره به په پوځي برخه کې شا وخوا ۷۳ ملیون ډالره مرسته کوي.

دا ژمنه کابل ته د چین د لوی درستیز، جنرال فانګ فنګ ‌هوی د سفر پر مهال شوې ده. چین د افغانستان یو له هغو ګاونډیو دی چې تل یې ورسره په اقتصادي برخو کې مرستې او پانګونې کړي. اونيز بحث کې سپين تڼى د پوځي چارو کارپوه، عتیق الله امرخېل، او اقتصاد پوه، محمدا جان مرزي سره افغانستان ته د چين د پوځي او اقتصادي مرستو په اغيز او ارزښت غږېدلى دى.