په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

افغانه پېغله چې د جنوبي اسیا لوبو کې يې د سرو زرو مډال ګټلی

هغه افغانه پېغله چې د جنوبي اسیا لوبو کې يې په لومړي ځل د سرو زرو مډال ګټلی، وایي، هڅه کوي د ۲۰۱۶ کال اولمپیک سیالیو ته لار ومومي.

سومیه غلامي د جنوبي اسیا سیالیو په دوولسم پړاو کې د تایکواندو لوبو برخه کې د سرو زرو مډال پر غاړه کړي.

بي بي سي پښتو د افغان مېرمنو د فعالیتونو او لاسته راوړنو په ترڅه کې له ۲۲ کلنې سومیې سره خبرې کړې دي.