په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

افغان سوله، طالبان څه غواړي؟

د پاکستان لومړي وزير د بهرنيو او امنيتي چارو سلاکار سرتاج عزيز ويلي د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې به افغانستان کې د سولې او ارامۍ ټينګښت سره مرسته وکړي.

ښاغلی عزيز دا هم وويل دا ډول خبرې ښايي له لسو تر پنځلسو ورځو پورې موده کې پيل شي. ده چې واشنګټن کې يې د بهرنيو اړيکو د شورا يوې څېړنيزې غونډې ته وینا کوله، دې ته اشاره هم وکړه، چې طالب مشرتابه له خپلو کورنيو سره پاکستان کې اوسېږي، او له طبي اسانتياوو يې ګټه اخلي، نو له همدې مخې يې هېواد پر طالبانو فشار راوړی شي.

سيد عبد الله نظامي په دې اړه راپور لري چې طالبان به ښايي د سولې بدل کې څه غواړي.