په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د سکاټلنډ لوبډلې روزونکی: افغانستان ته ماته ورکولی شو

د کرېکټ شل اوريزې نړيوالۍ اتلولۍ د مارچ پر اتمه په هند کې پيلېږي د افغانستان لومړۍ لوبه به د سکاټلنډ هېواد سره وي

افغانستان تېرو پنځو شل اووريزو سياليو کې سکاټلنډ ته لوبه نه ده بايللې خو اوس وايي افغان لوبډلې ته پوره چمتو دي.

د سکاټلنډ لوبډلې روزونکی ګرانټ برډبرن وايي د افغانستان په ګډون هانکانګ او زمبابوې لوبډلو ته ماته ورکولی شو.

وړاندې تر دې چې دغه لوبډله هند ته ولاړه شي زموږ همکار اسماعيل مياخيل يې ليدو ته ورغلی و.