په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

اونيز بحث: ترکیه او اروپايي ټولنه د کډوالو کړکېچ ته حل لاره لټوي

اروپايي ټولنه او ترکيه غواړي د کډوالۍ ستونزې ته لنډه حل لاره ومومي.

ناقانونه کډوال چې د يونان ټاپوگانو ته ځي بېرته به ترکيې ته لېږل کېږي.

د بېرته ستنو شوو سوري کډوالو عریضې به کتل کېږي او وروسته به د ترکيې له پنډغالو په اروپايي ټولنه کې ځاى پر ځاى کېږي.

ملګرو ملتونو وار له مخې پر دې هوکړې اندېښنه څرګنده کړې.

ایا د ترکیې او د اروپايي هېوادونو ترمنځ پر دغو هوکړو د کډوالو ستونزه آوارېدی شي؟

سپين تڼي له کارپوهانو سره په همدې موضوع بحث کړی دی.