په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

افغان رسنيو ته نوی قانون

افغان خبريالان وايي د رسنيو نوی قانون چې د ضمانت پيسې غواړي پر هغو خپرونو اغيز نه کوي چې د دوی په وينا د زورواکو او شتمنو په ملاتړ خپرېږي. د قانون له مخې هره نوې خپرونه به د ضمانت په توګه ۱۰۰۰ امریکايي ډالر ورکوي.

د طالبانو له نسکورېدو وروسته سلګونه نوې رسنۍ او مهالنۍ افغانستان کې خپرې شوې.

زموږ همکاره نجما ځلا پرې راپور لري.