په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د کندهار مخ پر ځوړ لاسي صنعت

د افغانستان په کندهار کې د ښځو د لاسي صنعت يوې ادارې ٥٠ سلنه کارکوونکې له کاره ګوښه کړې دي.

د "کندهارۍ خزانې" په نامه بنسټ وايي د توليد لګښت يې لوړ او بازار يې تر پخوا کم شوى دى.

زموږ همکار مامون درانى دې بنسټ ته ورغلى او ګوري چې ولې يو وخت د ٥٠٠ مېرمنو دغه پياوړى بنسټ اوس له ستونزو سره لاس و ګرېوان دى.