په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

اونيز بحث: د بلجيم د بريدونو انگېزه څه وه؟

د بلجيم په پلازمېنې بروکسل کې ترورستي بريدونو کې لږترلږه ۳۴ کسان ووژل شوي او تر ۲٥۰ زیات ټپيان شوي دي. دا لومړى ځل نه دى چې په اروپا کې دا ډول بريدونه ترسره کېږي.

سپين تڼي په اونيز راديوي بحث کې د چارو اروپا مېشتى څارونکي، ډاکټر اکبر وردک ، د بي بي سي څيړونکي ډاکټر لطف الله لطیف اوبلجیم کې د چارو څارونکي سید حضرت سره په دې غږېدلى چې د دا ډول بریدونو انګېزه څه کېدای شي ؟ له دغو بریدونو نه ترهګر څه غواړي تر لاس کړي؟ او لوېدیځ د دا ډول بریدونو د مخنیوي لپاره څه کولای شي؟