کرېکټ: د افغانستان او وېسټ انډيز لوبه

مهم ټکي

  • افغانستان په نړيوالو شل اووريزو سياليو کې ټولې ۴۷ لوبې کړې دي چې ۲۸ يې ګټلې دي
  • افغانستان زمبابوې ته له ماتې ورکولو وروسته د دغو سياليو دويم پړاو ته لار وموندله
  • د افغان لوبډلې کپتان اصغر ستانکزی دی او روزنکی یې وتلی پخوانی لوبغاړی انضمام الحق دی
  • شل اووريزي نړيوالې اتلولۍ چې په ۲۰۰۷ پيل شوې وې دا څلورم ځل دی چې افغانستان په کې لوبېږي.
  • لومړی ځل ۲۰۱۰ د ويسټ انډيز، ورپسې ۲۰۱۲ د سريلانکا، ۲۰۱۴ د بنګلاديش او اوس د هند په کوربتوب په دې اتلوليو کې برخه اخلي.
  • په دغو نړيوالو شل اووريزو اتلوليو کې ټول ۱۰ ټيمونه لوبېږي
  • په دوهم پړاو سياليو کې افغانستان درې لوبې ترسره کړې چې درې واړه يې بايللې
  • په دغو سياليو کې دا د افغانستان وروستۍ لوبه ده

ژوندی خبري پوښښ

راپور ورکول:

  • هدایت الله همیم او ګوربت ننګیال 

د خپرېدو نیټه 27 مارچ 2016 - 08 وری 1395

د دغې ژوندي پوښښ د وروستي حال خپریدا اوس کار نه کوي