په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

کابل کې سينماګانو ته د کورنيو ورتګ

د انټرنېټ دودېدو، ګرځنډ ټليفونونو او کمپيوټر کارولو له پراخوالي سره سره سينما لا اوس هم د نړۍ لروبر د ساتېرۍ يو مهم ځای ګڼل کېږي.

خو افغانستان کې لا اوس هم چې د ساتېرۍ وسيلې او ځايونه په کې کم دي، سينما ته تګ ډېر نه دی غوړېدلی او نه يې ډېر خلک په ښه سترګه ورته ګوري.

افغان کورنۍ او مېرمنې خو له څو لسیزو راهیسې په سینما ګانو کې نه لیدل کېږي.

خو په دې وروستیو کې یو څو پانګوالو د کورنیو لپاره په کابل کې یوه نوې سینما جوړه کړې او مینه وال یې هم ورځ تر بلې په زیاتېدو دي.

زموږ همکار کریم حیدري پرې له کابله راپور لري.