په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

بريتانيا کې د افغان پناه غوښتونکو برخليک

يو شمېر افغان پنا غوښتونکي چې بريتانيا کې يې د پاتې کېدو غوښتنې رد شوې، اوس له دې هېواده د شړلو له برخليک سره مخامخ دي.

تېر کال جنګ ځپلې افغانستان ته د کډوالو پر ورستنولو بنديز لګېدلی و، خو د بريتانيا استئناف محکمې څو اوونۍ وړاندې حکم وکړ، چې د شړلو چارې بېرته پيلېدی شي.

تېرو شاوخوا لسو کلونو کې زرګونه افغانان له کورنيو پرته له افغانستانه تښتېدلي او دلته بريتانيا کې یې د پنا غوښتنې کړې دي.