په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

په نوي کال کې رواجي لگښتونه

په افغانستان کې همدا څو ورځې وړاندې نوی کال یا نوروز ولمانځل شو. د اختر په څېر نوی کال هم هغه وخت دی چې ډير خلک یې په خوښیو لمانځي او د یو بل کورونو ته ورځي. د نورو رواجونو ترڅنگ د لوى شمېر افغانانو په منځ کې دا رواج هم دى چې کوژده شوی هلک دې د اختر او نوي کال په ورځ د نجلۍ کور ته سوغاتونه او تحفې ور ولېږي. څوک یې نوروزي بولې. ځیني وخت ورته د اختر برخه هم ویل کېږي.

خو د افغانستان په څېر په یوه بې وزله ټولنه کې دا رواجونه د ځینو ځوانانو لپاره یو اقتصادي بار هم دی. ځینې دا ډول رواجونه ښایي په مذهب کې هم هېڅ ځای ونلري.

سپن تڼي ستاسې غږ پروگرام کې په دې اړه اورېدونکو سره د زړه خواله کړې ده.