په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د افغانستان د اقتصاد په ډګر کې ننګونې او د هغو حل لارې

د نا امنيو سربېره اقتصادي کړکېچ سږ کال د افغان حکومت پر وړاندې يوه ستره ننګونه بلل کېږي.

په دې وروستیو کې د امریکا سولې انسټیټیوت په خپل تازه خپاره کړي رپوټ کې ویلي افغانستان کې شته اقتصادي ستونزې باید د روان ملي کړکېچ برخه وپېژندل شي، او افغان حکومت ته اړتیا ده چې د امنیتي او اقتصادي کړکېچونو هواري لپاره هم مهال ګام پورته کړي.

دغه اداره پر لنډمهالو لارو چارو ټینګار کوي چې په وینا يې چټکې پايلې ولري او د خلکو تر منځ د ناهیلۍ کچه ټیټه کړي.

افغان حکومت سږ کال د اقتصاد په ډگر کې څه راز ننګونو سره مخامخ دی؟ او لنډ مهالې حل لارې یې څه کېدای شي؟ دا پوښتنې یما بارز د اقتصاد پوه وحید نوشېر مخې ته ایښي دي.