په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

اونيزبحث: د پاناما اسنادو راښکاره کېدل به څه پايلې ولري؟

په پاناما کې د موساک فونسیکا په نوم له یوه شرکته داسې اسناد راښکاره شوي دي چې شتمنو ته یې د مالیو له سرغړونې لاره ښودله او یا دې کې ورسره مرسته کوله چې کمې مالیې ورکړي.

ددې اسنادو راښکاره کېدو وروسته په نړيواله کچه په دې اړه بحث رامنځ ته شوى دى. دا چې شتمن، سياستوال او نور د خپل اړونده هېواد نه لرې نور سيمو کې خپلې مالي شتمنۍ ساتي دا څومره قانوني دي؟

سپين تڼي په جرمني کې افغان اقتصاد پوه، ډاکتر محمداجان مرزي، او په لندن کې د اقتصادي او بانکي چارو کارپوه، وحید نوشېر سره په دې او ددې اسنادو د راښکاره کېدو په احتمالي پايلو غږېدلى دى.