په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

کندهار کې د نجونو زده کړې بهير

د افغانستان په کندهار ولایت کې د پوهنې د ریاست چارواکي په وېنا دغلته په ښوونځیو کې د نجونو شمېر خورا کم دی. وايي یو لامل یې دا دی چې دغه ولایت کې زرګونه نجوني خپلې زده کړې نه بشپړوي او نیمايي کې یې پرېږدي.

که څه هم د رسمي شمېرو له مخي هر کال د نوي ښوونیز کال له پیل کې تر لس زرو زیاتې نجونې ښوونځیو کې شاملېږي خو چارواکي وایې، یوازي ۱۰ سلنه یې خپلي زده کړي بشپړوي.

نور حال د مامون دراني په رپوټ کې.