په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

"امريکا ما په ډرون وژل غواړي"

د وزیرستان له قبايلي سيمې يوه ځاي مشر او ملک دلته بریتانیا ته راغلی چې امریکايان "د ده له وژلو لاس په سر کېدو ته وهڅوي".

ملک جلال وايي "امریکایانو یې نوم د هغو کسانو په لست کې نیولی چې غواړي ویې وژني".

نوموړی وايي څلور ځله بې پیلوټه الوتکو پرې بریدونه کړي دي. خو دى وايي چې یو قومي مشر دی او کار یې د قومي شخړو په هوارولو کې منځګړتوب دی.

د امريکا حکومت د ده ادعا ته تر دې دمه غبرگون نه دى ښودلى.

اوس د برېتانیا او وېلز یوهّ پخواني لوی څارنوال، لارډ مکډونالډ، ملک جلال دلته لندن ته راغوښتی چې مشرانو جرګې ته وینا وکړي.

همکار مې سپین ټڼي له ملک جلال سره خبرې کړي او په سر کې یې ترې پوښتلي چې څه وشو چې دی یې په دې اند کړ چې د امریکايي بې پېلوټه الوتکو هدف دی؟