په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

له داعش وروسته د سوريې شدادي ښار

سوریه کې د حکومت تر کنترول لاندې سېمو کې پارلماني ټاکنې روانې دي، مخالفو ډلو ټاکنې شرمناکه بللې او شلون یې ورسره کړی.

بل لور ته داسې حال کې چې د "اسلامي دولت" نومې ډلې پر ضد جګړه همغسې روانه ده په جنېوا کې د سولې خبرې بیا پېلېدونکې دي.

بي بي سي ته ځانګړې اجازه ورکړل شوې چې د شدادي ښار ته ورشي دغه ښار کوردې ځواکونو د امرېکا د هوایي ځواک په ملاتړ په دې وروستېو کې بېرته نېولی دی.