په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

بريتانيا: مسلمانه کېک باکسره غواړي نورو ښځو ته د ځان ساتنې مهارتونه ورزده کړي

په بریتانیا کې یوه کېک باکسره غواړي نورو مسلمانو ښځو او نجونو ته د ځان ساتنې مهارتونه ورزده کړې.

خدیجه سفاري، د درې ماشومانو مور ده او په مارشل ارټ کې تور کمربند لري.

دا وایي ډېرې زده کوونکې یې اندېښمنې دي چې د خپل دین په خاطر ډارول کېږي او ځورول کیږي.