په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ايا د پل محمود خان د بريد په څير حملو مخنيوى کېدى شي؟

کابل کې د سې شنبې ځانمرګي برید تر ۶۰ زیات کسان ووژل او شاوخوا ۳۵۰ يې ټپیان کړل. په ټپیانو کې د مېرمنو او کوچنيانو په ګډون ډېر ولسي وګړي دي. ستاسې غږ دې خپرونه کې پر دې خبرې شوې چې د افغان امنیتي ځواکونو د غښتلتيا له ادعاوو سره سره څنګه وسله وال کولى شي داسې لوى بریدونه ترسره کړي؟ د خپرونې مېلمه د کابل د امنيې قوماندانۍ د جنايي پلټنو ريس، فریدون عبیدي، او وړاندې کوونکی یې سپين تڼی دی.